د ۱۳۹۳ کال د ټاکنو تر ټولو لویه سروی د اس ام اس له لاری، وروستۍ نتیجی ۶ حمل ۱۳۹۳

پیوست په لنډه موده کی د ۱۳۹۳ کال د ټول ټاکنو په هکله یوه لویه سروی په لاره واچوله. مونږ د ګډون کونکو نه و پوښتل چی آیا تاسو پوهیږی چی د رای ورکولو لپاره څنګه نوم لیکنه وکړی؟ آیا د رای ورکولو کارت یی ترلاسه کړی، آیا دوی احساس کوی چی ددوی رایه ورکول ځای خوندی دي، آیا هغی چا ته رایه ورکوی چی ددوی د قوم څخه نه وی، او همدا رنګی پیوست ددوی څخه د ولایت، جنسیت، نظرونو، فکرونو او احساساتو په هکله د ټول ټاکنو په هکله و پوښتل.

پیوست د لاس ته راوړل شوو معلوماتو د تحلیل پروسه بشپړه کړی ده د سروی پایله د ګراف په ډول، د پیوست د ټیوټر په ویب پاڼه کښی او همدا راز د نورو کورنیو او بحرنیو رسانیو سره یی شریک کړی دی. د ا شکلونه هغه لاس ته راوړنې دی چی زمونږ هیوادوال د ټول ټاکنو په هکله څرنګه فکر کوي.

پیوست په دی باور دی چی معلوماتو ته لاسرسی باید اسانه اوسئ. ددی سروی پایلو او نتایجو سره په لاسرسی تاسو کولای شی د هیوادولو کړنی نظرونه او احساسات د ټول ټاکنو په هلکه پوه شې. په دی بنسټ پیوست نن خپل ټاکنیز ویب پاڼه په لاندې پته http://elections.paywast.af په لاره اچولی تر څو د تر سره شوی سروی معلوماتو ته لاسرسی ولری.

د پیوست په ویب پاڼه کی تاسو کولای شی تر ۶ مختلفو قضیو پوری د ګډون کونکو ځوابونه، نظرونه او د هغوی د احساساتو په هکله پلټنه وکړی. ددی شرطونو د یو ځای کیدو لپاره په زرګونو لاری شته دی، او د ډایګرامی پایلو ویب پاڼه ستاسو پلټنه په عین وخت کی پایله جوړوی. او تاسو کولای شۍ په ګروپی رسانو کی یی استعمال کړی او یا هم په بحثونو کی ځینی کار واخلۍ.

پیوست د ځواب ورکونکو نظرونه په ناپیژندل شوی شکل په ټیوټر کی په @AFSpeaks او په فیسبوک کی په 729http://www.facebook.com/Paywast729 او پیوست په ټاکنیزه پاڼه کښی http://elections.paywast.af نشر ته سپاری.

په شته سند کښی د تر سره شوی سروی لنډ راپور شامل دی. تاسو کولای شی ددی لینک څخه دلته اخرین معلومات ددی ټول پوښتنو په هلکه ډاونلوډ کړی

د لا زیاتو معلوماتو لپاره په لاندینۍ پته مونږ سره اړیکه ونیسئ

info@paywast.af

آذر شیوا ضیآ
د پیوست د رسانیزو برخی مسوله







د خپرولو او تکثیر حق یوازی پیوست لپاره خوندې دی.د معلوماتو بیا خپرول په هغه صورت کښی نورو رسنیو ته خوندي دی چی پیوست د معلوماتو زیرمه و بلل شي (نور...).



Press Esc to close