د خپرولو او تکثیر حق یوازی پیوست لپاره خوندې دی.د معلوماتو بیا خپرول په هغه صورت کښی نورو رسنیو ته خوندي دی چی پیوست د معلوماتو زیرمه و بلل شي (نور...).
پیوست په لنډه موده کی د ۱۳۹۳ کال د ټول ټاکنو په هکله یوه لویه سروی په لاره واچوله. مونږ د ګډون کونکو نه و پوښتل چی آیا تاسو پوهیږی چی د رای ورکولو لپاره څنګه نوم لیکنه وکړی؟ آیا د رای ورکولو کارت یی ترلاسه کړی، آیا دوی احساس کوی چی ددوی رایه ورکول ځای خوندی دي، آیا هغی چا ته رایه ورکوی چی ددوی د قوم څخه نه وی، او همدا رنګی پیوست ددوی څخه د ولایت، جنسیت، نظرونو، فکرونو او احساساتو په هکله د ټول ټاکنو په هکله و پوښتل.
پیوست د لاس ته راوړل شوو معلوماتو د تحلیل پروسه بشپړه کړی ده د سروی پایله د ګراف په ډول، د پیوست د ټیوټر په ویب پاڼه کښی او همدا راز د نورو کورنیو او بحرنیو رسانیو سره یی شریک کړی دی. د ا شکلونه هغه لاس ته راوړنې دی چی زمونږ هیوادوال د ټول ټاکنو په هکله څرنګه فکر کوي.
پیوست په دی باور دی چی معلوماتو ته لاسرسی باید اسانه اوسئ. ددی سروی پایلو او نتایجو سره په لاسرسی تاسو کولای شی د هیوادولو کړنی نظرونه او احساسات د ټول ټاکنو په هلکه پوه شې. په دی بنسټ پیوست نن خپل ټاکنیز ویب پاڼه په لاندې پته http://elections.paywast.af په لاره اچولی تر څو د تر سره شوی سروی معلوماتو ته لاسرسی ولری.
د پیوست په ویب پاڼه کی تاسو کولای شی تر ۶ مختلفو قضیو پوری د ګډون کونکو ځوابونه، نظرونه او د هغوی د احساساتو په هکله پلټنه وکړی. ددی شرطونو د یو ځای کیدو لپاره په زرګونو لاری شته دی، او د ډایګرامی پایلو ویب پاڼه ستاسو پلټنه په عین وخت کی پایله جوړوی. او تاسو کولای شۍ په ګروپی رسانو کی یی استعمال کړی او یا هم په بحثونو کی ځینی کار واخلۍ.
پیوست د ځواب ورکونکو نظرونه په ناپیژندل شوی شکل په ټیوټر کی په @AFSpeaks او په فیسبوک کی په 729http://www.facebook.com/Paywast729 او پیوست په ټاکنیزه پاڼه کښی http://elections.paywast.af نشر ته سپاری.
په شته سند کښی د تر سره شوی سروی لنډ راپور شامل دی.
تاسو کولای شی ددی لینک څخه دلته اخرین معلومات ددی ټول پوښتنو په هلکه ډاونلوډ کړی
د لا زیاتو معلوماتو لپاره په لاندینۍ پته مونږ سره اړیکه ونیسئ
info@paywast.af
آذر شیوا ضیآ
د پیوست د رسانیزو برخی مسوله
دی ویب پاڼی ټول حقوق او هغه معلومات چی دی ویب پاڼه کښی نشر ته سپارل شوی د پیوست مالکیت دی. ټول معلومات په اصلی توګه چمتو شوی نو په دی خاطر پیوست هیڅ ډول مسولیت په غاړه نه شی اخیستلاي.
ددی سروی معلومات چی په دی ویب پاڼه کښی شامل دی د ډاونلوډ لپاره کیدای شی د دریم شخص له خوا نشر ته وسپارل شی، که چیری دغه معلومات د دریم شخص له خوا نشر ته سپارل کیږی باید ددی معلوماتو اصلی زیرمه پیوست وګڼل شي.
د ځانګړو معلوماتو لپاره مهربانی وکړۍ پیوست سره اړیکه ټینګه ګړی
د برښنا لیک: info@paywast.af
د اړیکی شمیره (افغانستان): +93 707 729 729, +93 789 729 729, +93 777 729 729
ټول هغه معلومات چی په دی ویب پاڼه کښی شامل دی د پیوست د ۲۰۱۴ د ټاکنو د سروی له خوا نشره ته سپارل شوي، چی په محرمانه ډول د اشخاصو د هویت پر اساس لیکل شوی چی مونږ نه شو کولاې هغه ګډونکونکی شخص و پیژنو. ددی معلوماتو محتوا په خاص ډول د ګدونکونکی شخص نظر په اصلی ډول نشر ته سپارل شوی، پرته د لاندینیو حالاتو څخه: هغه نظرونه چی د ګډونکونکی شخصی معلومات پکښی شامل وی، د هغوی شخصی معلومات د نظریی نه د منځه وړل شوي، هغه نظریاتو څخه چی شخصی معلومات یی د منځه تللی دی خپله د نظریی نه د پام وړ دی. هغه نظرونه چی به هغی کښی د نژاد پرستي موضوع، د خلکو تشویقول جرمی اعمالو ته او یا د افغانستان اسلامی دولت په ضرر وی د منځه تللی دی